اسعداباد (پژواک، د زمري لومړۍ، ۱۴۰۲): د کونړ ناړۍ ولسوالۍ مسوولین وايي، له تېرې ورځې راهیسې په سیند کې د اوبو ډېرېدو له امله له مرکز سره د دې ولسوالۍ لار بنده شوې ده.
د ناړۍ ولسوالۍ اداري مدیر شفیعالله پژواک خبري اژانس ته وویل، له پرون راهیسې د سیند اوبو کچه لوړه شوې، له مرکز سره لار بنده ده او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
هغه وویل: «د سیند اوبه دومره زیاتې شوې چې په خرولو او کانتلي سیمو کې يې ناړۍ ولسوالۍ ته غځېدلی سړک لاندې کړی او لار بنده شوې ده.»
نوموړی وايي، د دې لارې بندېدو له امله پر ناړۍ سربېره د ختیځ نورستان کامدېش او برګمټال ولسوالیو اوسېدونکي هم له سختو ستونزو سره مخ شوي دي.
بلخوا د سیمې اوسېدونکي له حکومته غواړي چې دغه لار ژر پرانیزي.
د ناړۍ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي ولایت خان پژواک ته وویل: «له پرون راهیسې له مرکز سره زموږ لار تړل شوې، موږ مرکز ته تګ راتګ نشو کولای.»
هغه له حکومته غواړي چې د دې لارې بېرته پرانیستلو لپاره دې اقدام وکړي.
د یادې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی عاطفالله بیا وایي، د لارې بندېدو له امله دوی اړ شوي چې خپل ناروغان د درمنلې لپاره په پلیو او فرعي لارو تر ولایتي روغتونه بوځي.
نوموړی له حکومته غواړي چې د لارې په اوږدو کې دې استنادي دېوالونه ورغوي څو د اوبو زیاتوالي پر مهال لویه لار له خطره وژغورل شي.
د یادونې ده، له څو ورځو راهیسې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بارانونو له امله سیلابونه راوتلي چې خلکو ته یې درانه ځاني او مالي زیانونه هم اړولي دي.
Views: 448
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن