کابل (پژواک، ۱ زمري ۱۴۰۲): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، د ترکیې په استانبول کې مېشتو نوو زېږېدلو افغان ماشومانو ته د پاسپورټونو وېش لړۍ پیل شوه او دغه راز د یاد وزارت سیاسي مرستیال له ازبکستانه د برېښنا او کرنې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال حافظ ضیاءاحمد تکل پرخپله ټویټرپاڼه لیکلي، تېره ورځ د دغه وزارت د قونسلۍ ریاست هلوځلو په پایله کې د ترکیې په همکارۍ په استانبول ښار کې د هېواد جنرال قونسلګري له لوري په ترکیه کې مېشتو نوو زېږېدلو افغان ماشومانو لپاره د پاسپورټونو چاپ او وېش لړۍ پیل شوه.
تکل لیکلي، د نوو پاسپورټونو د ورکړې لړۍ اوس مهال یوازې د هغو افغان ماشومانو لپاره ځانګړې شوې چې په یاد هېواد کې زېږدلي وي.
تکل زیاتوي، د بهرنیو چارو وزارت هڅه کوي څو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې قونسلي خدماتو ته د هېوادوالو او نړۍوالو قانوني لاسرسي ممکن او اسانتياوې برابرې کړي.
د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر ټویټرپاڼه لیکلي، تېره ورځ د ازبکستان سفیر خواجه شادمانوف د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شېر محمدعباس ستانکزي سره لیدلي دي.
بلخي لیکلي، ستانکزي د دواړو هېوادونو د حسنه اړیکو یادونې ترڅنګ له ازبکستانه غوښتي چې له افغانستان سره د برېښنا او کرنې په برخه کې خپلې تجربې او همکارۍ ونه سپموي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په یاده لیدنه کې د ازبکستان سفیر د دوه اړخیزو سیاسي اړیکو پر پراختیا او د اوسپنې پټلۍ په ګډون پر ورته نورو اقتصادي مسایلو خبرې وکړې.
Views: 238
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن