Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اروزګان کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې یو کس وژل شوی

ترینکوټ (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د اروزګان امنیه قوماندان وايي، تېره شپه د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه شوې چې له امله یې یو کس وژل شوی دی.

د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ ویاند بلال اروزګاني پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه د ترینکوټ ښار څلورمې ناحيې په مربوطاتو کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه شوې چې له امله يې د حمیدالله په نوم یو ځوان د چاقو په وسیله وژل شوی دی.

هغه زیاته کړه چې د دغه قتل په تور یو کس نیول شوی او څېړنې ترې روانې دي.

نوموړي د دې شخړې لامل یوه «کلیوالي موضوع» یاده کړه خو نور جزئیات یې په اړه ور نه کړل.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.