Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اسیا ايمرجېنګ کرکټ سیالۍ؛ پاکستان هند ته په ماتې ورکولو اتلولي خپله کړه

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): پاکستان د اسیا ايمرجېنګ کپ سیالیو پایلوبه کې هندوستان ته په ماتې ورکولو سره اتلولي خپله کړه.

دا سیالۍ د افغانستان په ګډون او د سریلانکا په کوربه‌توب وشوې.

په دې سیالیو کې افغانستان بنګله‌دېش او سریلانکا په یو ګروپ کې پاکستان، هندوستان او نیپال په بل ګروپ کې وو، افغانستان په ګروپ کې له سریلانکا وګټله خو له بنګله‌دېشه یې وبایلله او له مخکې تګ څخه پاتې شو.

د دې سیالیو پایلوبې ته پاکستان او هندوستان لاره موندلې وه چې د یکشنبې په ورځ یې ترمنځ ترسره شوه.

د پایلوبې پچه پاکستان وګټله او لومړی ېې د توپوهنې پرېکړه وکړه، پاکستاني توپ‌وهونکو ډېره ښه لوبه او په ۵۰ اورونو کې یې هندوستان ته د ۳۵۲ منډو هدف ورکړ.

خو د هندوستان لوبډله په څلوېښتم اوور کې په ۲۲۴ منډو وسوځېده او دغه راز پاکستان دا پایلوبه د ۱۲۸ منډو په ستر توپیر سره وګټله.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.