مزارشریف (پژواک، ۲ زمری ۱۴۰۲): د بلخ حکومتي مسوولين وايي، په دغه ولايت کې د دولتي تاسیساتو، مرکزونو او څلورلارو د نومونو بدلولو لپاره کمېټه جوړه شوه او له لارې به یې ځينې څلورلارې د ا.ا د «شهیدانو» په نوم شي.
د بلخ ولایت مقام د رسنیو او معلوماتو مرکز له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه ولایت کې د دولتي تاسیساتو، مرکزونو او څلورلارو نومونو بدلولو په موخه کمېټه ټاکل شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي: «د یکشنبې په ورځ د بلخ ولایت مقام کې د دغه ولایت د مرستیال والي په مشرۍ او د اطلاعات او کلتور، عدلیې، پوهنې او ښاروالۍ ریاستونو مسوولینو په ګډون د دولتي تاسیساتو، مرکزونو او څلورلارو د نومونو بدلولو په موخه کمېټه جوړه او لومړنۍ ناسته يې وکړه.»
سرچینه وایي، د بلخ مرستیال والي نورالهادي ابو ادریس په دې ناسته کې وویل چې د ا.ا د رییسالوزرا د حکم پر اساس، هیڅ دولتي ارګان او شخص پر خپل سر نه شي کولای د دولتي تاسیساتو، تعلیمي مرکزونو، بنسټونو، صحي او کاري مرکزونو، ښارونو، څلورلارو او نورو عامه او حساسو ځایونو نومونه بدل کړي او یا یې د بدلون اعلان وکړي.
هغه زیاتوي، د نومونو ټاکلو پر مهال بايد د ا.ا ریاستالوزرا ته وړاندیز وشي او له منظورۍ وروسته دې له حکم سره سم په دې برخه کې اقدام وشي.
خبرپاڼه دغه راز د مرستیال والي له قوله ليکي چې د رییسالوزرا له حکم سره سم به د ښار په یو شمېر برخو کې د څلورلارو نوي نومونه د ا.ا د “شهیدانو” په نوم ونومول شي.
د خبرپاڼې پای کې راغلي، دې کمېټې پرېکړه وکړه چې د دولتي تاسیساتو، مرکزونو او څلورلارو نومونو بدلولو په هکله به لومړني ګامونه پورته کړي.
Views: 32
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن