ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرپل کې زرګونه بې‌برخلیکه کارګر ماشومان؛ اړ یو د یوې ګولې ډوډۍ پیدا کولو لپاره درانه کارونه وکړو

سرپل کې زرګونه بې‌برخلیکه کارګر ماشومان؛ اړ یو د یوې ګولې ډوډۍ پیدا کولو لپاره درانه کارونه وکړو

author avatar
24 Jul 2023 - 16:37
سرپل کې زرګونه بې‌برخلیکه کارګر ماشومان؛ اړ یو د یوې ګولې ډوډۍ پیدا کولو لپاره درانه کارونه وکړو
author avatar
24 Jul 2023 - 16:37

سرپل (پژواک، ۲ زمری ۱۴۰۲): سرپل کې مسوولین وايي، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰ زره ماشومان پر درنو او نورو کارونو بوخت دي، خو دغه ماشومان بیا وايي چې دغو کارونو ته يې د بې‌وزلۍ له امله مخه کړې ده.

د سرپل کار او ټولنیزو چارو ریاست د ماشومانو خوندیتوب مدیر نجیب‌الله عصمتي پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ریاست د اټکل له مخې، په سرپل کې شل زره ماشومان درانه او د سړک پر غاړه کارونه کوي.

هغه وویل، ډېری ماشومان د پلرونو زړبودۍ، یتیم‌والي او د کورنیو خراب اقتصادي وضعیت له امله درنو کارونو ته اړ شوي دي.

نوموړي وویل، ډېری په درنو کارونو بوخت ماشومان د دغه ولایت په صیاد ولسوالۍ کې دي چې ګرمسېروالي له امله یې ښوونځي رخصت دي، نو دوی په سرپل او نږدې ولایتونو کې پر درنو کارونو لکه د خښتو په بټیو کې پر کار کولو بوخت دي.

۱۲ کلن امېد وايي: «پلار او مور مې معیوب دي، زه او اته کلن ورور مې مجبور یو د ښوونځي او تفریح پر ځای کار وکړو، که کار ونه کړو وږي پاتې کېږو، موږ په هغه ځمکو کې چې پیاز کرل شوي وي، خیشاوه کوو، د ورځې ۲۵۰ افغانۍ راکوي چې کورنۍ لګښتونه پرې پوره کوو.»

هغه له مسوولینو او مرستندویه بنسټونو وغوښتل چې له ده او نورو ماشومانو سره چې د ناوړه اقتصادي وضعیت له امله یې درنو کارونو ته مخه کړې، مرسته وکړي.

د سیداباد کلي اوسېدونکي د یاد ماشوم پلار محمود وايي، کلونه مخکې پر یوه لاس معلول دی؛ اوس کار نه شي کولای او اړ دی چې خپل ماشومان کار ته واستوي.

هغه زیاته کړه: «پوهېږم چې اوس مې د ماشومانو د زده‌کړو وخت دی، باید ښوونځي ته لاړ شي او راتلونکی یې روښانه شي، خو زموږ اقتصاد ضعیف دی، زه پر لاس معیوب یم او مېرمن مې په سترګه معیوبه ده، ډوډۍ پیداکوونکي مو همدغه ماشومان دي، له مجبوریته دوی کار ته استوو او د راتلونکي په اړه یې هم اندېښمن یو.»

هغه هم له حکومته وغوښتل چې د خلکو ستونزو ته پاملرنه وکړي او یو بدیل پروګرام جوړ کړي څو ماشومان د کارکولو پر ځای ښوونځي ته لاړ شي.

سرپل کې یو مدني فعال حکمت‌الله حیدري وايي، د ماشومانو له لوري درانه کارونه د یوه هېواد راتلونکي ته لویه ننګونه ده او دا د حکومت دنده ده چې د بدیلو پروګرامونو په جوړولو سره ماشومان له درنو کارونو راوګرځوي.

هغه زیاته کړه، ماشومان باید خپل ماشومتوب داسې تېر کړي لکه څنګه چې یې حق دی، هغه ماشوم چې نن درانه کارونه کوي په راتلونکي کې به عقده‌یی او یا خلاف‌کار انسان شي او ښايي د امنیت ګډوډوونکوې ډلې تر استفاده وکړي.

خو د کار او ټولنیز چار ریاست د ماشومانو خوندیتوب مدیر وویل، تېر کال دغې ادارې د یونیسف دفتر په همکارۍ ۸۸۴ کارګرو ماشومانو ته د کسب او کار او کوچنیو سواګریو زمینه برابره کړې ده او په راتلونکي کې به هم له دغو ماشومانو ملاتړ دوام ولري.

Views: 34

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.