Language

بلینکن له بلاول بوټو سره د افغانستان پر وروستیو حالاتو غږېدلی

امریکا له پاکستان او قطر سره دا خبرې په داسې حال کې دي چې پاکستاني چارواکو په دې وروستیو کې په پرله‌پسې ډول په دغه هېواد کې د ناامنۍ پر زیاتېدو کې د ډیورنډ له کرښې هغې غاړې ته د تحریک طالبان پاکستان وسله‌والو اوښتو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په یوه مرکه کې له طالبانو د پاکستان پر ملاتړ پښېماني ښودلې وه او ویلي وو چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته دغه هېواد د طالبانو پر بري خوشالي وښوده او د طالبانو مشرانو ته یې د دغه بري مبارکي ورکړه، خو دوی په دې نه وو خبر چې هغوی به د پاکستان دښمنانو ته پناه ورکوي.

login or register a new account.