ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یو شمېر ولایتونو کې د تېز باران، سېلابونو راتلو او د سیندونو اوبو کچې لوړېدو اټکل شوی

یو شمېر ولایتونو کې د تېز باران، سېلابونو راتلو او د سیندونو اوبو کچې لوړېدو اټکل شوی

author avatar
26 Jul 2023 - 16:40
یو شمېر ولایتونو کې د تېز باران، سېلابونو راتلو او د سیندونو اوبو کچې لوړېدو اټکل شوی
author avatar
26 Jul 2023 - 16:40

کابل (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۲): د برېښنا او اوبو وزارت په راتلونکو دوو ورځو کې د سختو بارانونو، سېلابونو او د سیندونو اوبو کچې لوړېدو اټکل کړی او د سیندونو غاړو له اوسېدونکو یې غوښتي چې خوندي سیمو ته ولاړ شي.

دغه وزارت نن (چهارشنبه) په ټویټ کې ویلي، د زمري میاشتې په ۵ او ۶مه نېټه د هېواد په ځينو حوزوې سیندیزو سیمو کې د سختو بارانونو، سېلابونو او سیندونو کې د اوبو ډېرېدو احتمال شته دی.

سرچینې لیکلي: «د کابل او هلمند په سیندیزو حوزو کې د سختو بارانونو او سېلابونو احتمال شته دی، د کونړ، لغمان، لوګر، میدان‌وردګو، خوست، پکتیا، غزني، زابل، د ارزګان ترینکوټ ولسوالۍ او د کندهار ارغنداب ولسوالیو د سیندونو په مسیرونو کې د بارانونو، واورو ویلي کېدو له امله د سېلابونو راوتلو اټکل کېږي.»

د برېښنا او اوبو وزارت د یادو سیمو له اوسېدونکو غوښتي څو د سېلابونو یا د اوبو ډېرېدو پر مهال د سیندونو غاړو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي او دغه راز د ټيټو سیمو خلکو ته دې خبر ورکړی څو د انساني تلفاتو مخه ونیول شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.