Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

م.م افغانستان کې په بشري او پرمختیايي برخو کې د هڅو همغږې کولو په موخه نوی پلان پلی کوي

کابل (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۲): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو ناظم وايي، د دغه سازمان د نوي پلان موخه دا ده چې د افغانستان اوږدمهاله اړتياوو او مرستو د دوام اصل په پام کې نيولو سره د بشري او پرمختيايي لورو هڅې همغږې شي.

هغه دغه څرګندونې نن د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ادارو ترمنځ د همغږۍ په ناسته کې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ضیا‌ءاحمد تکل پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په یاده ناسته کې د اسلامي امارت په استازيتوب د بهرنيو چارو د وزير مولوي اميرخان متقي ترڅنګ د کورنيو چارو، ماليې، عامې روغتيا او اقتصاد وزارتونو معينانو او ریيسانو او د ملګرو ملتونو په استازيتوب پکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو ناظم او د يوناما معاون ډانيل انډريس، د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA)، د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (UNICEF)، د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP)، د خوړو او کرنې سازمان (FAO) د کډوالۍ نړۍوالې ادارې (IOM) او نورو ادارو ریيسانو ګډون کړی و.

تکل وايي، په دې ناستې کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو ناظم او د يوناما مرستیال ډانيل انډريس په هېواد کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پر نوي ستراتيژيک پلان او د نړۍوالو مرستو پر اوسني وضعيت خبرې وکړې.

هغه د انډریس له قوله لیکلي، له اسلامي امارت سره د همغږۍ له تېرې ناستې را وروسته د تمویل وضعیت ښه شوی او د ملګرو ملتونو د نوي پلان هدف دا دی چې د افغانستان د اوږدمهاله اړتياوو او د مرستو پایښت د اصل په پام کې نيولو سره د بشري او پرمختيايي جهتونو هڅې همغږې شي.

سرچینې د بهرنيو چارو د وزير مولوي امیرخان متقي له قوله لیکلي: «د اسلامي امارت غوښتنه دا ده چې هېواد ته راتلونکې مرستې په کاري فُرصتونو بدلولو له لارې په داسې توګه مديريت شي چې خلکو ته يې دوامداره ګټه ورسېږي او هېواد په پړاويز ډول د ځان بسیاينې خوا ته لاړ شي.»

د سرچینې په وینا، د غونډې په پای کې دواړو لورو د خپلمنځي تفاهم او همغږۍ پياوړتيا په موخه د دغسې ناستو پر تداوم او د همدې ناستو له لارې د مخ ته راتلونکو ستونزو په هواري هوکړه وکړه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.