هرات (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۲): د هرات ځايي مسوولین وایي چې د هرات ـ غور سړک جوړولو عملي چارې د ۳۸۰ کیلومتره په اوږودوالي نن پیل شوې.
د دې پروژې کار نن د دوو ولایتونو ځایي چارواکو په حضور کې رسماً پیل شو.
د هرات د فواید عامې رییس ملا محمدادریس وایي، د دغه سړک په جوړېدو سره به د تګ راتګ په برخه کې د دوو ولایتونو د خلکو ستونزې هوارې شي.
د هغه په وینا، ټاکل شوې د ۳۸۰ کیلومتره په اوږدوالي دغه سړک له خصوصي سکټور سره د حکومت د هوکړې له مخې د څو خصوصي شرکتونو له خوا د غور د مسو کان په بدل کې جوړ شي.
له بلې خوا، د غور والي مولوي احمدشاه دیندوست وایي، د دې لپاره چې دغه سړک په غرونو کې تېر دی، د دقیقې محاسبې له مخې یې هر کیلومتر له ۳۰۰ څخه تر ۷۰۰ زره ډالرو لګښت لري.
د غور والي دغه راز وایي چې د دغه ولایت سیمهییزه اداره او د هرات فواید عامې ریاست هڅه کوي چې د دغه سړک کار په درېیو کلونو کې بشپړ کړي او ګټې اخیستنې ته یې وسپاري.
بلخوا، د غور او هرات اوسېدونکي د دغه سړک کار د عملي پیلېدو هرکلی کوي او زیاتوي چې پر دغه سړک د تګ راتګ پر مهال به له سختو ستونزو سره مخ وو، خو اوس هیلهمن دي چې د دغه سړک چارو له بشپړېدو سره یې ستونزې هوارې شي.
د هرات یو اوسېدونکی عبدالباسط چې له شپږو کلونو راهیسې د تازه مېوې کاروبار کوي او له هرات څخه یې غور ته وړي، پژواک خبري اژانس ته په خبرو کې وویل چې د دغه سړک په جوړېدو به یې سوداګري لا ډېره وده وکړي.
د هرات د یاد اوسېدونکي په وینا، د هرات – غور لویه لار یوه له سختو لارو ده چې د ژمي پر مهال پرې خلک له سختو ستونزو سره مخ کېږي او ځیني وخت د سړک د نه معیاريوالي او ترافیکي پېښو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
Views: 145
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن