کابل (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۲): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د امریکا د پراختیایي ادارې هغه راپور رد کړ چې ګواکې اسلامي امارت له بېوزلو افغانانو سره د نړۍوالو بشري مرستو ته د یوې عایداتي سرچینې په سترګه ګوري.
یاد وزارت نن (چهارشنبه) پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، په رسنیو کې د خپرو شوو خبرونو له مخې، په افغانستان کې د بشري مرستو د مدیریت په اړه د امریکا متحده ایالتونو د پراختیایي ادارې په سپارښتنه یوه چمتو شوي راپور کې ادعا شوې چې ګواکې د افغانستان اسلامي امارت بېوزلو افغانانو سره د نړۍوالو بشري مرستو ته د یوې عایداتي سرچینې په سترګه ګوري.
login or register a new account.