ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په شل اووریز نړۍوال کرکټ کې نوی ریکارډ جوړ شو

په شل اووریز نړۍوال کرکټ کې نوی ریکارډ جوړ شو

author avatar
27 Jul 2023 - 06:48
په شل اووریز نړۍوال کرکټ کې نوی ریکارډ جوړ شو
author avatar
27 Jul 2023 - 06:48

اټلانټا (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۲):د مالیزیا د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي په شل اووریزو نړۍوالو لوبو کې نوی نړۍوال ریکارډ جوړ کړی دی.

د مالیزیا کرکټ ادارې پرون په یوه ټویټ کې لیکلي چې د سیزرول عزت په نوم تیز توپ‌اچوونکی لوبغاړی یې د چین خلاف په یوه لوبه کې اووه لوبغاړي سوځولي دي.

سرچینې زیاته کړې چې هغه په څلورو اورونو کې د نهو منډو په ورکولو کې د چین اووه لوبغاړي وسوځول.

د مالیزیا کرکټ ادارې ویلي چې دا لوبه د ۲۰۲۴ زېږدیز کال د نړۍوال جام لپاره د اسیا د غوراوي (ب) سیالیو برخه وه.

په دې لوبه کې د چین لوبډله په ۲۵ منډو وسوځېده چې عزت پکې اووه لوبغاړي وسوځول؛ د مالیزیا لوبډلې یاد هدف په پنځم اوور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه یې وګټله.

سیزرول عزت د دې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

په دې سیالیو کې د مالیزیا ترڅنګ د چین، میانمار او بوتان لوبډلو هم برخه اخیستې  ده.

د یادونې ده، تر اوسه په یوه شل اووریزه لوبه کې د یوه لوبغاړي له خوا شپږ لوبغاړي نه وو سوځول شوي.

Views: 74

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.