ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بهرنيو چارو سرپرست وزیر په مشرۍ یو پلاوی دوحې ته ځي

د بهرنيو چارو سرپرست وزیر په مشرۍ یو پلاوی دوحې ته ځي

author avatar
27 Jul 2023 - 11:17
د بهرنيو چارو سرپرست وزیر په مشرۍ یو پلاوی دوحې ته ځي
author avatar
27 Jul 2023 - 11:17

کابل (پژواک، ۵ زمري ۱۴۰۲): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست په مشرۍ یو پلاوی د روانې جولای میاشتې په پای کې د قطر هېواد پلازمېنې دوحې ته سفر کوي او هلته له امريکايي چارواکو سره پر اړوندو مسايلو خبرې کوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پرخپله ټویټرپاڼه لیکلي:«د ا. ا. ا. بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي په مشرۍ به يو پلاوی د روانې ميلادي مياشتې په پای کې دوحې ته سفر وکړي او هلته به له امريکايي چارواکو سره پر اړوندو مسايلو خبرې اترې وکړي.»

بلخي لیکلي، د افغانستان لپاره به په دې خبرو کې د بنديزونو او تور لېستونو ختمول، د بانکي زېرمو ازادول او د افغانستان هوايي حريم پر نقض بحثونه لومړيتوب ولري.

بلخي زیاته کړې، په دې سفر کې به افغان پلاوی د قطر دولت له ځينو چارواکو سره هم پر دوو اړخیزو اړیکو خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، تېره ورځ د امریکا بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې په امریکایي پلاوي کې د افغانستان لپاره د متحده ایالتونو ځانګړی استازی ټام وېسټ او په افغانستان کې د بشري حقونو، ښځو او نجونو لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري شامل دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د بحث په اصلي موضوعاتو کې به د افغانانو لپاره بشري ملاتړ، اقتصادي ثبات، د ښځو او نجونو په ګډون له ټولو افغانانو سره عادلانه او باعزته چلند، امنیتي مسایل او د نشه‌يي توکو تولید او قاچاق پر وړاندې د مبارزې هڅې شامل وي.

خو د افغانستان بهرنیو چارو وزارت دا نه دي ویلي چې په افغان پلاوي کې به نور څوک-څوک شامل وي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.