ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له ایرانه نږدې درې زره نور افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

له ایرانه نږدې درې زره نور افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

author avatar
27 Jul 2023 - 15:59
له ایرانه نږدې درې زره نور افغان کډوال هېواد ته راستانه شول
ارشیف
author avatar
27 Jul 2023 - 15:59

کابل (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۲): د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تېره ورځ ۲۹۴۷ افغان کډوال له ایرانه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

یاد وزارت نن (پنځشنبه) پر خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې دغه کډوال پرون (د زمري ۴مه) د هرات اسلام‌کلا بندر له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

سرچينه زياتوي، د یادو کډوالو له ډلې ۶۶۳ کسان د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان (ای‌اواېم) ته ورپېژندل شوي دي.

د یادونې ده، د تېرې چنګاښ میاشتې په ۲۸مه هم ۲۲۹۴ افغان کډوال له ایرانه هېواد ته راستانه شوي وو.

Views: 34

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.