قلعهنو (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۲): د بادغیس امنیې قوماندانۍ دوو پېښو کې د دوو ځوانو ښځو وژل کېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې یو کس د یوې ښځې د قتل په تور نیول شوی دی.
د بادغیس امنیې قوماندانۍ ویاند صدیقالله صدیقي پژواک خبري اژانس ته وویل، په لومړۍ پېښه کې چې تېره ورځ په قادس ولسوالۍ کې رامنځته شوې، یوې ځوانې ښځې د وسلې په ډزو ځان وژنه کړې ده.
نوموړي د یادې پېښې لامل کورنی تاوتریخوالی یاد کړی دی.
د هغه په خبره، په دویمه پېښه کې چې د یاد ولایت په قادس ولسوالۍ «قادس خوردک» سیمه کې رامنځته شوې، یوه نجلۍ د مرمۍ په ډز وژل شوې ده.
هغه زیاته کړه، دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې د یادې نجلۍ یو له خپلوانو یې خپله وسله پاکوله چې ترې ډز شوی دی.
سرچینې وویل چې د دې پېښې په تړاو یو کس نیول شوی دی.
Views: 15
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن