کابل (پژواک، ۵ زمري ۱۴۰۲): د افغانستان بانک وایي، د روان کال د زمري میاشتې په ۷مه په ټول هېواد کې د پنځوسګون او سلګون زړو بانکنوټونو ټولولو او د نوو بانکنوټونو د وېش لړۍ پیلوي.
یاد بانک نن (پنج شنبه) پر خپله ټویټرپاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي: «د مخکنۍ پرېکرې او خبرتیا پر بنسټ د افغانستان بانک ستاسې د راکړو ورکړو په برخه کې د اسانتیا رامنخته کولو په موخه د پنځوسو او سلو افغانیو مندرس بانکنوټونه راټولوي او په بدل کې یې باراز ته نوي بانکنوټونه وړاندې کوي، دا پروسه د ۱۴۰۲ کال د زمري میاشتې له ۷مې په ټول هېواد کې پیلېږي.»
دغه راز سرچينې ويلي، هېوادوال کولی شي چې په مرکز او ولایتونو کې د افغانستان بانک یا د سوداګریزو بانکونو یوې څانګې ته مراجعه وکړي او تر لس زره افغانیو پورې خپل مندرس د لسګون او شلګون بانکنوټونه، او دغه راز تر ۴۰ زره افغانیو پورې د پنځوسګون او سلګون مندرس بانکنوټونه له کوم فیس پرته په نوو بانکنوټونو بدل کړي.
سرچینه زیاتوي، هغه شرکتونه او کسان چې غواړي له لس زره افغانیو ډېر مندرس بانکنوټونه بدل کړي، باید خپلې مندرسې پیسې په خپل بانکي حساب کې جمع کړي او د خپلو تادیاتي وجایبو د اداینې په برخه کې یې وکاروي.
سرچینې لیکلي، بانکونه اړ دي چې د افغانۍ نوو بانکنوټونو د وېش په موخه په سوداګریزو بانکونو کې هر حسابلرونکي په ځانګړې توګه د معاشاتو حسابلرونکو ته تر لس زره افغانیو د لسګون، شلګون، پنځوسګون او سلګون نوي بانکنوټونه ورکړي.
د افغانستان بانک د زړو بانکنوټونو ځانګړنو په اړه ویلي، هغه بانکنوټونه چې ظاهري شکل یې په بشپړه ټوګه بدل شوی وي، هغه بانکنوټونه چې یوه برخه یې څېرې شوې وي خو د واټرمارک او دواړو لاسلیکونو په شمول یې ۶۰ سلنه موجوده وي، هغه بانکنوټونه چې پر ډېرې برخې یې رنګ پرېوتی وي یا ډېر لیکل پرې شوي وي، د غیر مترقبه حوادثو په پایله کې يې زیاته برخه له منځه تللې وي او یا یې ظاهري بڼې تغییر کړی وي، خو اصلیت یې د پېژندنې وړ وي او هغه بانکڼوټونه چې د ډېرې کارونې له امله په بشپړه توګه زاړه شوي وي، په ډېرو برخو یې سکاسټيپ لګول شوی وي او د نوټ شمېرنې ماشینونو کې د شمېرلو وړ نه وي، پر نوو بانکنوټونو د بدلولو وړ دي.
د افغانستان بانک ویاند حسیبالله نوري پژواک، خبري اژانس ته وویل: «دا پروسه یو دوام داره پروسه ده؛ تر هغه به دوام کوي څو ټول مندرس بانکنوټونه له بازارنو راټول شي، کله چې دا پروسه تکمیلېږي د هغې سره پیوسته به د زرګون او پنځه سوهګون مندرسو بانکنوټونو د راټولونې پروسه پیل شي.»
د یادونې ده، د افغانستان بانک د تېرې غبرګولې میاشتې په ۱۶مه په ټول هېواد کې د لسګون او شلګون زړو بانکنوټونو ټولولو او پر ځای یې د نوو بانکنوټونو د وېش لړۍ پیل کړې وه چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
Views: 256
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن