ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا د مرکزي اسیا پنځو هېوادونو سره د افغانستان په اړه ناسته وکړه

امریکا د مرکزي اسیا پنځو هېوادونو سره د افغانستان په اړه ناسته وکړه

author avatar
27 Jul 2023 - 21:54
امریکا د مرکزي اسیا پنځو هېوادونو سره د افغانستان په اړه ناسته وکړه
author avatar
27 Jul 2023 - 21:54

اټلانټا (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۲): افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ ویلي، چې د مرکزي اسیا پنځو هېوادونو استازو سره یې د افغانستان په اړه ناسته کړې ده.

ویسټ د زمري په ۵مه، ناوخته په یو لړ ټویټونو کې لیکلي، چې دا ناسته نن د قزاقستان پلازمینه استانه کې جوړه شوې وه.

هغه زیاته کړې چې، په دې ناسته کې د کوربه قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان استازو برخه اخیستې وه.

ټام ویسټ ویلي : “ ددغو هېوادونو له همکارانو سره مې له افغانانو سره د ګډو ملاتړ په تړاو خبرې وکړې. زه له دوی هر یو څخه د امنیت، بشري حقونو، اقتصاد، او بشري اړتیاوو په ګډون د مهمو مسایلو په اړه د بامحتوا خبرو  له امله امننه کوم. “

د یادونې وړ ده چې په دې ناسته کې د افغان ښځو او نجونو د حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې مېرمن رینا امیري هم ګډون کړې وه.

تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، چې امریکایي پلاوی به د جولای له ۲۶مې تر ۳۱مې پورې قطر او قزاقستان ته سفر وکړي او هلته به په افغانستان کې د امنیت، له نشه‎يي موادو سره د مبارزې او د ښځو پر حقونو خبرې وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي وو، امریکایي پلاوی به په قزاقستان له قرغزستان، تاجیکستان، ترکمنستان او اوزبیکستان له همکارانو سره د سي+۱ ډلې په ځانګړې غونډه کې لیدنه کتنه وکړي.

سرچینې زیاته کړې،  هغوی به همدارنګه د مدني ټولنې د غړو سره وګوري او په افغانستان او قزاقستان کې د ښځو ځواکمنتیا به د هغوی د بحث په سر کې ځای ولري.

Views: 164

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.