ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرپل کې نامعلومو کسانو یو ځوان وژلی

سرپل کې نامعلومو کسانو یو ځوان وژلی

author avatar
27 Jul 2023 - 17:36
سرپل کې نامعلومو کسانو یو ځوان وژلی
author avatar
27 Jul 2023 - 17:36

سرپل (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۲): سرپل کې امنیتي مسوولین وایي چې تېره شپه یو کس د دغه ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوی دی.

د سرپل سانچارک ولسوالۍ د امنیې قوماندانې د پېښو څېړنې امر عزیزالله توحیدیار پژواک خبري اژانس ته وویل: «تېره شپه د خیرالله په نوم یو کس چې د سانچارک ولسوالۍ د تکراز ښار اوسېدونکی و، د نامعلومو کسانو له لوري په ډزو وژل شوی دی.»

هغه په دې اړه ډېر جزییات ورنکړل، خو ويې ویل چې مقتول ۱۹ کلن او یو عام وګړی و، د قتل انګیزه یې لا نه ده روښانه شوې او د پولیسو له خوا په دې برخه کې څېړنې روانې دي.

Views: 36

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.