[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۲): د مرکزي اسیا (کافا) فوټسال جام سیالیو په لړ کې د افغانستان او تاجکستان لوبه دوه پر دوه مساوي شوه.
دا سیالۍ د تاجکستان په کوربهتوب د دغه هېواد پلازمېنې دوشنبې ښار کې روانې دي.
د مرکزي اسیا فوټسال فدراسیون (کافا) له خوا د زمري په ۶مه د شپې ناوخته پر ټویټر لیکل شوي چې د دې لوبې په لومړۍ نیمایي کې دواړو لوبډلو یو یو ګول وهلی و.
سرچینې زیاته کړې چې په دویمه نیمایي کې هم افغانستان او تاجکستان یو یو ګول وواهه او د لوبې تر پایه نتیجه همداسې پاتې شوه او لوبه مساوي پای ته ورسېده.
د یادونې ده، په دې سیالیو کې افغانستان قرغیزستان او ازبکستان ته ماتې ورکړې ده خو ایران بیا له افغانستانه لوبه ګټلې ده.
افغانستان به خپله وروستۍ لوبه له ترکمنستان سره کوي.
نن په نورو لوبو کې ترکمنستان قرغیزستان او ایران ازبکستان ته ماتې ورکړه.
افغانستان په اوو نومرو سره په دې سیالیو کې تر اوسه درېیم مقام کې دی.
په دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون قرغیزستان، ازبکستان، ایران، تاجکستان او ترکمنستان هېوادونو د فوټسال ملي لوبدلې برخه لري.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP