[restrict paid="true"]
میدانښار (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۲): د میدانوردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه شوي دي.
ځایي مسوولین وایي چې دا پېښه نن مازدیګر د دې ولسوالۍ په پایندهخېلو سیمه له لارۍ سره د موټرسایکل د ټکر له امله شوې ده.
سرچینې زیاته کړې چې د دې پېښې له امله پر موټرسایکل سپاره دوه کسان مړه شوي دي.
د سیداباد ولسوالۍ امنیې قوماندانۍ پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې یاده پېښه د موټرسایکل چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله شوې ده.
[/restrict]