ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جمعیت علمای اسلام ګوند پر غونډه چاودنه کې ۴۰ کسان وژل شوي او تر ۱۵۰ ډېر ټپیان دي

د جمعیت علمای اسلام ګوند پر غونډه چاودنه کې ۴۰ کسان وژل شوي او تر ۱۵۰ ډېر ټپیان دي

author avatar
30 Jul 2023 - 22:16
د جمعیت علمای اسلام ګوند پر غونډه چاودنه کې ۴۰ کسان وژل شوي او تر ۱۵۰ ډېر ټپیان دي
author avatar
30 Jul 2023 - 22:16

[restrict paid=”true”]

لومړی تعقیب – اټلانټا (پژواک، ٨ زمرى ١٤٠٢): د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د خیبر پښتونخوا په باجوړ سیمه کې د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د پاکستان د جمعيت علمای اسلام ګوند د پلویانو پر غونډه چاودنه کې شاوخوا ۲۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.

پاکستاني رسنیو د زمري په اتمه خبر ورکړی چې دا چاودنه په باجوړ سیمه کې د جمعیت اسلام ګوند د پلویانو په یوه ځایي غونډه کې شوې ده.

د جیو ټلوېزیون د خبر له مخې، په دې چاودنه کې ۴۰ کسان وژل شوي او تر ۱۵۰ زیات ټپیان دي چې بېلابېلو روغتونونو ته وړل شوي دي.

ځایي امنیتي مسوولینو ویلي چې په وژل شوو کې د جمعیت علمای اسلام د باجوړ سیمې ځایي مشران هم شامل دي.

د باجوړ سیمې روغتیایي مسوولینو ویلي، یو شمېر سخت ټپیان په چورلکو کې د پېښور بېلابېلو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د جمعیت علمای اسلام سکرتر جنرال مولانا عبدالغفور حیدري د دې چاودنې د غندلو ترڅنګ ویلي: «دا جهاد نه؛ بلکې ترهګري ده، هغوی د پاکستان پر نظام برید کړی دی.»

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپل ټويټر لیکلي، اسلامي امارت د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د جمعیت علمای اسلام اړوند په یوه غونډه کې چاودنه غندي او متاثره شوو کورنیو سره خپله ژوره خواشیني او تسلیت شریکوي.

هغه زياته کړې: «دا ډول جنایات په هيڅ ډول د توجیه وړ نه دي.»

تر اوسه د دې چاودنې مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

د یادونې ده، په دې وروستیو کې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په بیلابیلو سیمو کې نا امنۍ ډېرې شوې دي.

[/restrict]

Views: 166

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.