Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کاپیسا کې د امنیتي ځواکونو یوه موټر یو ماشوم وهلی او مړ شوی

محمودراقي (پژواک، ۸ زمری ۱۴۰۲): د کاپیسا ولایت امنیه قوماندانۍ وايي، په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو موټر یو شپږ کلن ماشوم وهلی او مړ شوی دی.

د کاپیسا امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو امریت لیکلي: «نن له غرمې مخکې شاوخوا  ۱۱:۴۰ بجې د کاپیسا د نظامي کنډک اړوند هایلکس موټر چې د لوجیسټیک امر او د اروزګان اصلي اوسېدونکي نقیب‌الله چلاوه، یو شپږ کلن ماشوم یې پر سړک د تېرېدو پر مهال وهلی او مړ شوی دی.»

په خبرپاڼه کې راغلي چې دا پېښه د کاپیسا ولایت کوهستان د لومړۍ «حصه اول» ولسوالۍ په غفارخېل کلي کې شوې ده.

سرچینه د پېښې رامنځته کېدو لامل د چلوونکي بې‌غوري بولي او وايي چې موټر چلوونکی نیول شوی دی.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.