مزارشریف (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۲): د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د تېلو یوه سرای کې د اورلګېدنې له امله ۷۵۰ زره افغانۍ زيان اوښتى دى.
د بلخ اطفائیې مدیر عبدالمومن فیاض پژواک خبري اژانس ته وویل، نن غرمه د مزارشریف ښار څلورمې ناحیې اړوند نواباد سیمه کې د حاجي عبدالحکیم تېلو سرای کې اور ولګېده.
فیاض زیاتوي چې دغې اورلګېدنې د سرای مالک ته د ۷۵۰ زره افغانیو په ارزښت زیان اړولی خو د یاد سرای د ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت نور توکي د بلخ اطفائیې مدیریت له خوا ژغورل شوي دي.
هغه وويل چې په دې پېښه کې چاته ځاني زيان نه دى اوښتى او اور هم مړ شوى دى.
Views: 495
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن