مزارشريف (پژواک، ٩ زمرى ١٤٠٢): د بلخ عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې یې د ۱۳۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د امبولانسونو ۲۴ ساعته سیسټم فعال شو.
د بلخ عامې روغتیا رییس ډاکټر نجیبالله توانا وایي، په دغه ولایت کې د امبولانسونو ۲۴ ساعته سیسټم چې په ټولو روغتیایي تجهیزاتو برابر دي پر کار پیل وکړ.
توانا زیاتوي، ۱۴ امبولانسونو چې ارزښت یې ۱۳۰ زره امریکایي ډالرو ته رسېږي د روغتیا نړۍوال سازمان له لوري مرسته شوي دي.
د توانا په وینا، دغه امبولاسونه د بلخ ولایت څلورو خواوو کې سبسټېشنونه لري، چې ورسره ۴۸ کسانو ته د کار فرصت هم برابر شوی دی.
توانا دغه راز وایي، خلک کولای شي د ۱۰۲ ځانګړې شمېرې په دایرولو سره په وړیا توګه ۲۴ ساعته د بلخ امبولانس خدمتونو ته لاسرسی پيدا کړي.
بلخوا خلک هم د دغو خدمتونو پيلېدو ته خوښ دي.
د مزارشریف ښار اوسېدونکی نیازمحمد د بلخ امبولانس د خدماتو ته خوښي څرګندوي او وایي چې دغه امبولانسونه د پېښو رامنځته کېدو پر وخت خلکو سره ډېره مرسته کولاى شي.
دغه راز د مزار ښار بل اوسېدونکی خيبر وايي، تر دې مخکې د امبولانسونو نشتوالي له امله ناروغان پر وخت روغتون نه رسېدل خو له دې وروسته به دغه ستونزه نه وي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP