ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې د کرکټ ۲۵ اوریزې سیالۍ پيل شوې

کندوز کې د کرکټ ۲۵ اوریزې سیالۍ پيل شوې

author avatar
1 Aug 2023 - 17:01
کندوز کې د کرکټ ۲۵ اوریزې سیالۍ پيل شوې
author avatar
1 Aug 2023 - 17:01

کندوز (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۲): د کندوز ورزشي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د ۲۴ لوبډلو تر‌منځ د انټرکلب ۲۵ اوریزې سیالۍ پیل شوې.

هغوی د دې سیالیو موخه د غوره څېرو پېژندل، د ملي او نړۍوالو لوبو لپاره د لوبغاړو چمتو ‌کول او هڅول ګڼي.

د کندوز کرکټ مسوول امداد‌الله شینواري پژواک ته وویل، دا سیالۍ د «جینوا کال» دفتر په ملاتړ د ۲۴ لوبډلو ترمنځ پيل شوې دي.

هغه د دې لوبو د پیل موخه د غوره څېرو په نښه کول ګڼي او وایي، دا سیالۍ به ۳۷ ورځې دوام ولري.

نوموړي زیاته کړه: «د دې سیالیو موخه دا ده چې که هر لوبغاړی ښه وځلېد، فعالیت یې د کرکټ بورډ په ډېټا کې ثبتېږي او بل پړاو ته د تګ چانس ترلاسه کوي.»

دغه راز لوبغاړي د غوره څېرو پېژندلو په موخه داسې لوبې اغېزناکې ګڼي او د لا ډېرو سیالیو برابرولو غوښتونکي دي.

د کرکټ یو لوبغاړی نبي‌الله مومند وایي: «موږ د دې سیالیو په پيلېدو ډېر خوښ یو؛ ځکه چې د ځوانانو پرمختګ له‌همدغه ځایه پيلېږي، دا ډېره ګټه لري، زموږ غوښتنه دا ده چې د دې په ‌څېر نورې سیالۍ او ټورنمنټونه هم پيل شي.»

د دې سیالۍ یو بل لوبغاړی خیر‌محمد هم د کرکټ با‌استعداده ځوانانو لپاره د داسې لوبو برابرول یو غوره فرصت ګڼي او وایي، هر لوبغاړی چې په دې سیالیو کې ښه وځلېږي، هغه به د کندز منتخب ټیم ته لاره پيدا کړي.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې هم په کندز کې د پنځم زون لوبغاړو په ګډون معلولینو او معیوبینو لپآره د کرکټ ټورنمنټ جوړ شوی و.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.