[restrict paid="true"]
کابل (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۲): د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ د سرپرست حکومت او خصوصي سکتور ګډ پلاوی د قزاق _ افغان په سوداګريز نندارتون کې د ګډون په موخه قزاقستان ته روان شو.
ددغه وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دې سفر موخه د قزاق- افغان سوداګریز نندارتون پرانیسته، د دواړو هېوادنو د خصوصي سکتور د استازو لیدنې او د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ، ټرانزیټ، صنعت او د پانګونې د جذبولو په اړه رسمي خبرې اترې دي.
ټاکل شوې په قزاق- افغان نندارتون او نورو پروګرامونو کې د هېواد له داخل او بهر څخه ۳۵۰ افغاني شرکتونه ګډون وکړي او د ۳ ورځو لپاره خپل صنعتي، کرنیز او معدني توکي نندارې ته وړاندې کړي.
په دې سربېره په پام کې ده، چې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتورونو تر منځ په ۱۶ سکتورونو کې د تړونونو د لاسلیک مراسم د ياد هېواد په پلازمېنه آستانه کې د یوې ورځې لپاره ترسره شي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP