Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هند کې د جرثقیل لوېدو پېښه؛ ۱۷ کارګران مړه شوي

کابل (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۲): د هندي رسنیو له قوله، د هند په ماهاراشترای ایالت کې د یوه پله جوړولو پر مهال د جرثقیل لوېدو له امله لږ تر لږه ۱۷ کارګران مړه شوي دي.

هندوستان ټایمز راپور ورکړی چې یاده پېښه د هند په لوېدیځ کې د ماهاراشترای ایالت کې شوې او ښايي یو شمېر کسان تر خاورو لاندې بند پاتې وي.

ځایي مسوولینو د پېښې له ځایه د لیدنې پر مهال رسنیو ته ویلي چې د پېښې په ځای کې ۲۷ کارګران وو چې له ډلې یې ۱۷ کسان مړه شوي دي.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د یادې پېښې قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او سپارښتنه یې کړې چې مرسته دې ورسره وشي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.