Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان او قطر سرې مياشتې ټولنو مسوولين پر بشري اړتياوو غږېدلي

کابل (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۲): د افغاني سرې میاشتې ټولنې پلاوي په دوحه کې د دغه هېواد سرې مياشتې له مسوولينو سره د بشري اړتیاوو پر ۱۶ بېلابېلو مواردو خبرې کړې دي.

افغاني سرې میاشتې پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي چې ملا نورالدين ترابي او مل پلاوي یې تېره شپه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د دغه هېواد سرې میاشتې له سکرټر جنرال فیصل‌محمد الحمدي سره په افغانستان کې د بېوزلو وګړو لاسنیوي په اړه ګډه ناسته کړې ده.

سرچينې لیکلي، په دې ليدنه کې د افغاني سرې میاشتې مرستیال په افغانستان کې د شته بشري اړتیاوو پر ۱۶ مواردو خبرې وکړې چې په کې د قطر د سرې میاشتې د سکرټر جنرال له لوري د اقلیمي بدلون، د څښاک اوبو څاګانو، د روغتیایي خدماتو او خوراکي توکو مرستو په برخو کې د همکارۍ ژمنه وشوه.

د خبرپاڼې له مخې، فیصل‌محمد الحمدي د افغاني سرې میاشتې مرستیال ته د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ او ژمنه یې کړې چې په افغانستان کې شته بشري اړتیاوې به له نورو خیریه بنسټونو سره شریکې کړي او هڅه به وکړي چې نور خیریه بنسټونه همکارۍ ته چمتو شي.

د خبرپانې له مخې، د سرې مياشتې پلاوى به د دغه سفر پر مهال د یو شمېر هېوادونو له سفیرانو او د ملي ټولنو او خیریه بنسټونو له استازو سره لیدنې وکړي او د ګډو همکاریو د غوښتنې ترڅنګ به د افغاني سرې میاشتې له لارې د افغانستان له بېوزله وګړو سره د نغدي مرستو ترڅنګ د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستو غوښتنو یادونه هم وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.