ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

 د خوړو نړۍوال سازمان: افغانستان کې ۳،۲ میلیونه کسان پر خوارځواکۍ اخته دي

 د خوړو نړۍوال سازمان: افغانستان کې ۳،۲ میلیونه کسان پر خوارځواکۍ اخته دي

author avatar
3 Aug 2023 - 16:17
 د خوړو نړۍوال سازمان: افغانستان کې ۳،۲ میلیونه کسان پر خوارځواکۍ اخته دي
آرشیف
author avatar
3 Aug 2023 - 16:17

کابل (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۲): د خوړو نړۍوال سازمان (ډبلیو،اف،پي) وایي، د روان کال  له پیل راهیسي د دغه سازمان په مرسته افغانستان کې له څلور میلیونو ډېرو ماشومانو او ښځو ته د خوارځواکۍ ځانګړي خواړه ورکړل شوي دي.

دغه بنسټ نن یوه ټويټ کې ویلي، په افغانستان کې اوسمهال ۳،۲ میلیونه کسان پر خوارځواکۍ اخته دي.

دغه راز سرچینې لیکلي چې روان کال کې د دغه سازمان په مرسته له څلورو میلیونو ډېرو ماشومانو او ښځو ته د خوارځواکۍ د مخنیوي په موخه ځانګړي خواړه ورکړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د روان کال د چنګاښ په ۲۲مه ویلي وو، د روان کال په پنځو لومړیو میاشتو کې په افغانستان کې د دغه بنسټ په مالي ملاتړ د ۲۷۳ زره پر حادې خوارځواکۍ اخته ماشومانو درملنه شوې ده.

یونیسف هغه مهال ویلي وو، یوازې د روان کال په مې میاشت کې په افغانستان کې پر حادې خوارځواکۍ  د ۶۰ زره اخته ماشومانو درملنه د دې ادارې په مالي ملاتړ شوې ده.

Views: 22

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.