کابل (پژواک، ۱۲زمری ۱۴۰۲): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د افغانستان او قزاقستان خصوصي سکټورونو ترمنځ د ۱۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت څو قراردادونه د دغه هېواد په استانه ښار کې د دوه اړخیزې ناستې په ترڅ کې لاسلیک شول.
د قزاق ـ افغان سوداګرۍ تواصل ناسته تېره ورځ د قزاقستان پلازمینې آستانې ښار کې پرانیستل شوه چې دغه ناسته کې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي، دولتي پلاوي او د افغانستان خصوصي سکټور ګډون کړی وو.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن (پنجشنبه) پر خپله ټويټپاڼه لیکلي چې یاده دوه اړخیزه ناسته د اسلامي امارت له پلاوو او قزاقستان چارواکو ترمنځ د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال او سوداګرۍ وزیر سریک ژومانګارین په مشرۍ ترسره شوه.
سرچینه زیاتوي، په دغه ناسته کې د سوداګریز تواصل ناستو د پایلې، د افغان ـ قزاق نندارتونونو ترسره کولو، د ترانزیت او سوداګرۍ د اسانتیاوو، د دواړو هېوادونو ترمنځ بانکداري، د اوبولګونې د نوې تکنالوژي مدیریت او د اوبو ساتنه، په تورغونډۍ او اقینې بندرونو کې د لوژستیکي مرکزونو، په هرات کې د قزاقستان سوداګریزې خونې، درې اړخیزه ترانزیت، د توکو د لېږد رالېږد لګښت او د ترانسپورت په برخه کې اسانتیاوې او په ټوله کې د سوداګرۍ د کچې لوړېدو، د پانګونې او هوکړه لیکونو په اړه خبرې شوي دي.
سرچینې د دغو قراردادونو د شمېر په اړه معلومات نه دي ورکړي.
Views: 44
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن