ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عمران خان: افغانستان کې د عملیاتو په اړه د بلاول خبرې “احمقانه” دي

عمران خان: افغانستان کې د عملیاتو په اړه د بلاول خبرې “احمقانه” دي

author avatar
3 Aug 2023 - 22:56
عمران خان: افغانستان کې د عملیاتو په اړه د بلاول خبرې “احمقانه” دي
author avatar
3 Aug 2023 - 22:56

اټلانټا (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۲): د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان په افغانستان کې دننه د عملیاتو په تړاو ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر بلاول څرګندونې “احمقانه“ بللي او زیاته کړې چې کابل تر ټولو زیات د اسلام اباد ملګری او پلوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې چې دبلوچستان د ژوب پر پوځي مرکز د جولای په ۱۲مه د شوي برید له بریدګرو درې افغانان وو او له افغان سفارت یې غوښتي وو چې جسدونه یې تسلیم کړي.

د راپورونو له مخې، د تېرې جولای میاشتې په ۱۲مه د ژوب پر نظامي کنډک وسله‌وال برید وشو چې له امله یې ۱۳ کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت د ویاند دفتر په حوال لیکلي چې یاد درې افغانان د کندهار اوسېدونکي دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه راز ویلي چې «د پاکستان پر وړاندې د افغانستان خاورې کارول» د اندېښنې وړ دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري ګواښ کړی و، چې دوی به په افغانستان کې دننه د ترهګرو پر ضد عملیات کوي.

بلخوا د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د بلاول بوټو د څرګندونو په اړه کلک غبرګون ښودلی او دا یې “احمقانه“ بللی دی.

هغه زیاته کړې، افغانستان یوه قبایلي سیمه ده او څوک چې لږه پوهه ولري دا ډول خبرې نه کوي.

عمران خان وایي، په اګست ۲۰۲۱ کې چې په افغانستان کې کوم حکومت رامنځته شو، هغه تر ټولو زیات د پاکستان ملاتړی و.

ده زیاته کړې : “ پاکستان په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې برابرې کړې“

د هغه په وینا، د نوي حکومت رامنځته کېدو سره هغوی پاکستان ته د ترهګرو پر ضد د هر ډول مرستې او ملاتړ ډاډ ورکړی و.

نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان پخواني حکومت او  ولسمشر اشرف غني د هندوستان ملاتړ او طرفدار و، خو اوسنی سرپرست حکومت  د پاکستان ملګرو او ملاتړی دی.

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له یادو څرګندونو وروسته پر خپله ټویټرپاڼه لیکي چې د پاکستان مختلفو چارواکو له خوا د هغه هېواد امنیتي وضعیت په اړه پر افغانستان باندې بېځایه تورونه لګېږي چې دوی یې ردوو.

هغه وایي، اسلامي امارت هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد په خلاف وکارول شي.

مجاهد زیاته کړې: «که په دې اړوند کومه اندېښنه وجود ولري باید چې مخامخ له اسلامي امارت سره شریکه کړل شي، نه دا چې په رسنیو کې بې‌ګټې ادعاوې کېږي او عامه ذهنیت مغشوشوي؛ ځکه داسې ادعاوې کول د دواړو هېوادونو او ملتونو په ګټه نه دي.»

Views: 102

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.