Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امریکا: د افغان کډوالو ملاتړ لپاره مو پاکستاني بنسټونو ته ۷۵ میلیونه ډالر ورکړي

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۲): د امریکا متحده ایالتونو ویلي چې له تېرو نږدې دوو کلونو راهیسې یې په پاکستان کې افغان کډوالو ته د خدماتو وړاندې کولو او ملاتړ په موخه د دغه هېواد له ځینو بنسټونو سره ۷۵ میلیون ډالره مرسته کړې ده.

په اسلام‌اباد کې د امریکا سفارت د زمري په ۱۳مه په اېکس (ټویټر) کې لیکلي چې د هغو همکارانو د مننې او هرکلي لپاره راټول شوي وو چې د تېرو نږدې دوو کلونو پر مهال یې د تازه ورغلو افغان کډوالو خدمت کړی دی.

https://twitter.com/usembislamabad/status/1687342955122610176?s=20

سرچینې زیاته کړې، د تازه ورغلو افغان کډوالو د ملاتړ او ورته د خدماتو وړاندې کولو په موخه یې پاکستاني بنسټونو ته ۷۵ میلیون ډالره (شاوخوا ۲۰ میلیارده کلدارې) ورکړې دي.

د یادونې ده، د ۲۰۲۱ زېږدیز کال په اګسټ کې د افغانستان جمهوري دولت له سقوط وروسته لسګونه زره افغانان د بهرنیانو له خوا دغو هېوادونو ته ولېږدول شول او لسګونه زره نور یې پاکستان ته کډوال شوي دي.

دغه افغانان بیا د امریکا، کاناډا، جرمني، اسټرالیا او ګڼ شمېر نورو هېوادونو له خوا له اسلام‌اباده په ځانګړو الوتنو کې اړوندو هېوادونو ته لېږدول کېږي.

په اسلام‌اباد کې له تېر یونیم کال راهیسې مېشته افغان کډواله ناهید وایي چې اوس هم لسګونه زره افغانان په اسلام‌اباد، پېښور او شاوخوا نږدې ښارونو کې مېشت دي.

هغې زیاته کړه، څومره چې پکار وه، هغه ډول خدمات دوی ته نه وړاندې کېږي او اکثره یې له خپل جېبه لګښتونه کوي.

د نصرت په نوم بل افغان وویل چې د کورونو کرایې هم ډیرې شوې او په پاکستان کې د ګرانۍ له امله دوی نه شي کولی ورځنۍ اړتیاوې پوره کړي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.