Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بامیان کې د شپږو ولایتونو ورزشکارانو تر‌منځ «فول رزم» سیالۍ پای ته ورسېدې

بامیان (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۲): بامیان کې د ورزش مسوولین وایي، د شپږو ولایتونو ورزشکارانو تر‌منځ د «فول رزم» سیالۍ د بلخ ولایت په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د بامیان بدني روزنې امر ضیاء‌الدین بیګزاد د پژواک خبري اژانس خبریال سره خبرو کې وویل، د «فول رزم» ورزشي سیالۍ د «عاشورایي جام» په نوم د شپږو ولایتونو ورزشکارانو ترمنځ د دغه ولایت په مرکز کې پيل شوې وې.

د هغه په خبره، دا سیالۍ د بامیان د بدني روزنې د امر له خوا په درېیو سني کټګوریو (نوو ځوانانو، ځوانانو او لویانو) تر‌منځ پيل شوې وې او له بلخ، تخار، بغلان، کابل، پکتیا او بامیان څخه پکې ۶۵ ورزشکارانو ګډون کړی و چې په پایله کې بلخ د قهرمانۍ او بامیان د نایب قهرمانۍ مقامونه خپل کړل.

همدارنګه نوموړي د دې سیالیو ترسره کولو موخه د «فول رزم» ورزش وده، ورزش ته د ځوانانو هڅونه او په ملي سیالیو کې د غوره ټیمونو ټاکنه ګڼلې ده.

له بلې ‌خوا، ګډون‌کوونکي ورزش ته د ځوانانو هڅولو او د غوره څېرو پېژندلو په موخه د داسې سیالیو ترسره کول ارزښتناک ګڼي.

د دې سیالیو یو ورزشکار نجیب‌الله زیاته کړه، که د ولایتونو په کچه داسې سیالۍ ترسره شي نو ورزش ته به د ځوانانو د هڅولو زمینه برابره شي، د ورزش غوره څېرې به معرفي شي او له دې لارې به په ملي کچه وپېژندل شي.

د یادونې ده، فول رزم د تاکتیکي او رزمي ورزشونو له ډلې شمېرل کېږي چې په اصل کې د شخصي او فردي دفاع یو ډول ورزش دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.