کابل (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۲): د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې سبا (یکشنبه) د لیلام په بڼه ۱۳ میلیون امریکايي ډالر پلوري.
مرکزي بانک نن (شنبه، د زمري ۱۴مه) د یوه ټویټ په خپرولو له بانکونو او هغو پولي خدمتونو او صرافیو چې پر شرایطو برابر دي، غوښتي څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
سرچینې لیکلي، د لیلام ګټونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام ورځې تر وروستیو تصفیه کړي.
دغه بانک څرګنده کړې چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو د قسمي تصفیې اجازه نشته او د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې خپلې د ذمت پیسې په ټاکلې موده کې یو ځل په نغدي ډول دغه بانک ته وسپاري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP