کلات (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۲): د زابل امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د شهرصفا ولسوالۍ اړوند د کابل – کندهار پر لویه لار د یوه ۴۰۴ مسافروړونکي موټر چپه کېدو له امله یو کس مړ او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.
د زابل امنیې قوماندانۍ ویاند ذبیحالله جوهر پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن سهار شاوخوا شپږ بجې د شهرصفا ولسوالۍ د خورزاني بند سیمې اړوند د کابل – کندهار پر لويه لار یو ۴۰۴ مسافروړونکی موټر چپه شوی دی.
جوهر وايي چې په دې پېښه کې موټرچلوونکی مړ شوی او ۱۹ مسافر چې ښځې او ماشومان پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.
هغه زیاتوي چې ټپیان د کندهار میرویس حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د یادونې ده، تېره ورځ هم د دغه ولایت د مرکز اړوند صحرانې سیمه کې د یوه کوچني موټر چپه کېدو له امله یو کس مړ او دوه نور ټپیان شوي وو.
Views: 328
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن