ترینکوټ (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۲): اروزګان کې د افغانۍ ترویج کمیټې د ترینکوټ له هټۍوالو لیکلی ضمانت واخیست چې له دې وروسته به په بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه نه کوي.
نن د افغانۍ ترویج کمېټې او ترینکوټ ښار د شاوخوا ۲۵۰۰ هټۍوالو له ټاکل شوو ۳۵ استازو ترمنځ ناسته وشوه.
اروزګان کې د افغانۍ ترویج لپاره د جوړ شوي کمېسیون یوه غړي مولوي محمدقاسم فرقاني وویل، د ترینکوټ د هټۍوالو په استازولۍ له ۳۵ کسانو لیکلی تضمین اخیستل شوی چې بهرینۍ پيسې به نه کاروي.
فرقاني زیاته کړه، له دې وروسته که کوم هټۍوال په بهرینو اسعارو راکړه ورکړه وکړي، نو د لیکل شوي تضمین له مخې به نیول کېږي او محکمې ته به سپارل کېږي.
د کمیټې دغه غړی وایي، هېواد کې د افغانۍ ترویج لپاره د مشرانو حکم پلې کولو ته ژمن دي او دې برخه کې به له ټولو سرغړونکو سره جدي چلند وشي.
د ترینکوټ د هټۍوالو استازي هم وایي، دوی د افغانۍ ترویج کمېټې ته لیکلی ضمانت ورکړی او پر خپلو ژمنو عمل کوي.
رحیمالله چې د ترینکوټ ښار د هټۍوالو په استازولۍ يې خبرې کولې، ویې ویل، له دې وروسته که کوم هټۍوال بهرني اسعار وکاروي، نو مجازات به ورکول کېږي.
هغه د ترینکوټ ښار پر هټۍوالو غږ وکړ چې له نن وروسته ټوله راکړه ورکړه په افغانۍ وکړي او که چیرې کوم کس سرغړونه کوي نو د کمیټې او امنیتي ځواکونو له خوا به نیول کېږي او عدلې او قضایي ادارو ته به سپارل کېږي.
د یادونې ده، په هېواد کې د بهرنیو اسعارو پر راکړه ورکړه بندیز لګېدلی او له سرغړونکو سره قانوني چلند کېږي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن