Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغان سفیر او مولانا فضل‌الرحمن د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بې‌باورۍ پر له منځه وړو غږېدلي

کابل (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۲): اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر، د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند له مشر مولانا فضل‌الرحمن سره لیدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د بې‌باورۍ پر له منځه وړو او د دوستانه اړیکو پر لا پياوړتیا خبرې کړې دي.

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي: «اسلام‌اباد کې د افغانستان سرپرست سفیر سردار احمدشکیب، په باجوړ سیمه کې د جمعیت علمای اسلام ګوند پر پلویانو د چاودنې له امله د یاد ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن ته د پېښې قربانیانو په تړاو د نوموړي په کور کې د فاتحې او غمشریکۍ مراتب وړاندې کړل.»

د روانې میاشتې په اتمه ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د خیبر پښتونخوا د باجوړ په خار سیمه کې  د مولانا فضل‌الرحمن په مشرۍ د پاکستان د جمعيت علمای اسلام ګوند د پلویانو پر یوه غونډه چاودنه وشوه چې په کې شاوخوا ۲۰۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته.

سرچینې لیکلي، په یاده لیدنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بې‌باورۍ له منځه وړلو، د دوه اړخیزو دوستانه اړیکو لا پیاوړتیا او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه هم تفصیلي خبرې وشوې.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.