ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

میدان‌وردګو کې له سېلابه د سلګونو کورونو ژغورلو په موخه د استنادي دېوال جوړولو چارې پيل شوې

میدان‌وردګو کې له سېلابه د سلګونو کورونو ژغورلو په موخه د استنادي دېوال جوړولو چارې پيل شوې

author avatar
6 Aug 2023 - 19:05
میدان‌وردګو کې له سېلابه د سلګونو کورونو ژغورلو په موخه د استنادي دېوال جوړولو چارې پيل شوې
author avatar
6 Aug 2023 - 19:05

میدان‌ښار (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۲): د میدان‌وردګو مرکز اړوند «ده افغانان» سیمه کې نن د ۳۰ میلیون ۲۷۹ زره ۲۱۴ افغانیو په لګښت د یوه استنادي دېوال د جوړېدو چارې پيل شوې.

د دغه ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وايي، دا پروژه د دوی په هماهنګۍ د ماليې وزارت له لوري پلې کېږي، چارې به يې په ۱۸ میاشتو کې بشپړې شي او ۱۰ سلنه لګښت يې د سیمې خلک ورکوي.

د میدان وردګو د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس مولوي وحیدالله راشد پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد استنادي دېوال به ۱۰۲۶ متره اوږدوالی، پنځه متره لوړوالی او څلور متره سور ولري.

هغه زیاته کړه، د دې پروژې په بشپړېدو سره به سلګونه کورونه او زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې د سېلابونو له خطره خوندي شي.

د سیمې خلک د یادې پروژې له پیلېدو خوښ دي او هیله لري چې په بشپړېدو سره به يې دوی د سېلابونو له خطره په امن کې شي.

د ده افغانان سیمې اوسېدونکی صفت‌الله وايي: «پخوا دلته سېلابونو ډیرې ځمکې او کورنه ویجاړ کړل او موږ ته یې سخت زیانونه واړول.»

هغه هیله څرګندوي چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سېلابونو خطرونه کم شي.

خو هغه له حکومته غواړي چې په میدان‌وردګو کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمن شوو خلکو سره د هغوی تخریب شوو کورونو په بیرته جوړولو کې مرسته وکړي.

د دې سیمې یو بل اوسېدونکی محمدجان هم دا پروژه د خلکو په ګټه ګڼي او وايي، حکومت دې په سیمه کې دا ډول پروژې زیاتې کړي.

هغه زیاته کړه، په سیمه کې يې ډېرې کرنیزې ځمکې د سېلابونو له خطر سره مخ دي او خلک يې د ژغورلو توان نه لري.

د یادونې ده، دوه اونۍ مخکې د میدان‌وردګو په یو شمېر سیمو کې سېلابونو خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه واړول.

Views: 37

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.