ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښاروالۍ تېر یوه کال کې ۸۲ کیلومتره سړکونه قیر او کانکرېټ کړي

کابل ښاروالۍ تېر یوه کال کې ۸۲ کیلومتره سړکونه قیر او کانکرېټ کړي

author avatar
6 Aug 2023 - 18:29
کابل ښاروالۍ تېر یوه کال کې ۸۲ کیلومتره سړکونه قیر او کانکرېټ کړي
author avatar
6 Aug 2023 - 18:29

کابل (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۲): کابل ښاروالۍ وايي، د تېر یوه کال کې د کابل په بېلابېلو ناحیو کې د ۲۰۰ پروژو پلې کېدو ترڅنګ، په دغه ښار کې څه باندې ۸۲  کیلومتره سړکونه قیر او کانکرېټ شوي، سلګونه زره نیالګي کېښودل شوي او شاوخوا ۵۰۰ ټنه کثافات له ښاره بهر لېږدول شوي دي.

ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام په لړ کې، د کابل ښاروالي مسوولینو نن (‌یک‌شنبه د زمري ۱۵مه) کابل کې د حکومت د رسنیو مرکز کې د یوې ناستې پر مهال د تېر یوه کال د کړنو او لاسته‌ راړونو په‌ تړاو معلومات وړاندې کړل.

د زېربناوو جوړېدل

د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو استازي او سلاکار نعمت‌الله بارکزي وویل، د تېر یوه کال په لړ کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې ۸۲.۱۸ کیلومتر سړک له ۴ تر ۶۰ مترو سور په درلودو سره چې ۲۵ پروژې کیږي، قیر او کانکرېټ شوی له دې ډلې د ۱۶.۱۸ کیلومتره سړک چارې د دغې ادارې د کار، ساتنې او څارنې ریاست له خوا و ۶۶ کیلومتره نور د خصوصي سکټور شرکتونو له لوري ترسره شوې دي.

هغه وايي، په یاده موده کې د ویالو جوړولو، د جوماتونو ودانیو جوړولو او ژورو څاګانو کیدنې برخو کې هم کار شوی دی.

تنظیفي چارې

باکرزي دغه‌ راز د خاکجبار ولسوالۍ ګزک سیمې ته د ۵۰۰ ټنه کثافاتو لېږد، د عمومي کانالونو او سړک غاړو ویالو پاکول، د ښار څڼډو ته د شخصي کورونو او دولتي ادارو د سپټیک څاګانو د لسګونه زره مترمکعب فاضلاب لېږد او د ښار له بېلوبېلو ناحیو د ۴۹ زره کوڅه ډبو سپیو راټولول هم په ۱۴۰۱ کال کې د کابل ښاروالۍ له تنظفي کارونو وبلل.

د سمسورتیا او نیالګیو کینولو چارې

د بارکزي په خبره، د کابل ښاروالۍ تېر کال د ښار په بېلابېلو سیمو کې څه باندې ۴۰۰ زره نیالګي کینولي دي.

د چاپېریال روغتیا او چاپېریال ساتنه

د کابل ښاروالۍ د فرهنګي چارو استازي او سلاکار وویل، په تېر یوه کال کې ۱۹۳۷۸ بېلابېل اصناف یې څېړلي و او څه د پاسه ۱۹۹ زره ټنه تاریخ تېر خوراکي توکي راټول کړي او دغه راز ۳۴۲۳ لوډسپیکرونه یې د ښار له مختلفو ناحیو راټول کړي چې د غږیزې ککړتیا لامل شوي وو.

سرچینې څرګنده کړه چې په یاده موده کې یې ۳۶۹۲ لوړپوړې ودانۍ څېړلې او ترلاسه کړې یې ده چې ۲۵۱۸ دنګو ودانیو مرکز ګرمۍ او ۵۱۲ نورو فلټرونه نه درلودل.

کلتوري چارې

بارکزي وویل، د ۱۳ څلورلارو بیارغول او سمسورول، د مذهبي او ملي ورځو لمانځل، د پوهاوي پروګرامونو ترسره کول، د کابل ژوبڼ د څارویو ساتنه او په کابل ژوبڼ کې زده‌کوونکو او زده‌کړیالانو ته د روزنیزو پروګرامونو جوړول او د رسنیو له لارې د کابل ښاروالۍ له خوا د ۵۶۷ وېډیویي کلېپونو خپرول هم په تېر یوه کال کې د دغې ادارې له کړنو دي.

د ښاروالۍ عواید

بارکزی وايي چې د تېرو ۱۱ میاشتو په لړ کې د څه باندې ۴،۲ میلیارد افغانیو راټولول، د ښار د ناحیو او مرکزي ریاستونو د بېلابېلو برخو له مسوولینو د څه باندې ۲۳۳ میلیون پاتې امارتي پیسو راټولول، په تېر کال کې د ښاروالۍ له لارسته راوړنو دي.

د کابل ښاروالۍ د ۱۴۰۲ کال عمومي پلان

د کابل ښاروالۍ د پلان، پالېسۍ او څارنې رییس قاري محمدقاسم افغان چې په دغه مراسمو کې یې شتون درلود، وویل چې په ۱۴۰۲ او ۱۴۰۳ کلونو کې پلان لري په کابل ښار کې ۱۵۰ پروژې عملي کړي چې له ډلې به یې ۱۵۰ پروژې په ودانیزو او ۲۵ نورې به په نورو برخو کې وي.

د هغه په خبره، د ودانیزو چارو د ۱۵۰ پروژو له ډلې، ۸۵ یې د سړک جوړولو او ۴۰ نورې د کانالونو، بلاکونو او ودانیو په برخو کې دي.

Views: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.