اسعداباد (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۲): کونړ کې روغتيايي سرچینې وايي، د سږ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د ملاریا اووه زره ۳۲۸ پېښې ثبت شوې دي، په داسې حال کې چې تېر کال په همدې موده کې پنځه زره ۱۸۱ پېښې ثبت شوې وې.
د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست د ملاریا کنټرول ولایتي مسوول ډاکټر ظاهرشاه ظاهر پژواک خبري اژانس ته وویل، د کال په لومړیو څلورو میاشتو کې هوا ګرمه وي؛ د ملاریا پېښې د کال نورو وختونو په نسبت زیاتې ثبتېږي.
هغه وویل، موسمي اورښتونه، د رطوبت زیاتېدل، د پشهخانو نه کارول په کونړ کې د ملاریا پېښو زیاتېدو اصلي لاملونه دي.
نوموړی وايي: «د تېر کال لومړیو څلورو میاشتو کې کله چې هوا ګرمه وه، ۵۱۸۱ د ملاریا مثبتې پېښې رامنځته شوې وې، خو د سږ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې بیا ۷۳۲۸ مثبتې پېښې رامنځته شوې دي چې د تېر کال په نسبت پکې ۲۰۰۰ پېښې زیاتې دي.»
ظاهر زیاته کړه، تېر کال يې په ټول ولایت کې د ملاریا، لشمانیا او نورو ناروغیو د مخنیوي په موخه څه باندې ۳۰۰۰ پشهخانې وېشلې دي.
هغه وايي، خلکو ته يې د ملاریا ناروغۍ د کنټرول په موخه پوهاوی کړی خو په وینا يې، د دوی لارښوونې عملي شوې نه دي نو ځکه د ملاریا پېښې زیاتې شوې دي.
هغه له خلکو وغوښتل چې د ګرمۍ په موسم کې خپلې روغتیا ته پاملرنه وکړي.
بلخوا د دغه ولایت یو شمېر اوسيدونکي له عامې روغتیا ریاسته غواړي چې دوی ته د عامه پوهاوي پروګرامونه زیات کړي او کافي اندازه پشهخانې ورکړي.
د کونړ مرکز اسعداباد یو اوسېدونکی حشمتالله ژمن وايي: «زموږ په کور کې همدا اوس دوه کسه په ملاریا اخته دي، حکومت موږ ته پشهخانې نه دي راکړي، زموږ وس نه کېږي چې پشهخانې په بازار کې راونیسو.»
د مرورې ولسوالۍ یو اوسېدونکی عبدالبصیر بیا وایي، د کونړ نفوس ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دی، خو حکومت دوی ته د ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال د تر سره شوې سرشمېرنې له مخې روغتیایي خدمات وړاندې کوي.
هغه وايي، د کونړ نفوس دې معلوم شي او پر همدې اساس دې روغتيايي خدمات برابر شي.
Views: 13
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن