Language

د ۱۴ میلیون ډالرو په لګښت د کابل شهرنو پارک د بیارغولو چارې پیل شوې

کابل (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۲): د کابل ښار لسمې ناحیې اړوند د شهرنو پارک د بیارغونې چارې د یوه خصوصي شرکت له لوري د ۱۴ میلیون امریکایي ډالرو په لګښت پیل شوې.

په ياد پارک کې نن (یکشنبه) په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال قدرت‌الله جمال وویل، يو خصوصي شرکت د ۱۴ میلیون امریکایي ډالرو په لګښت په یاد پارک کې پانګونه کوي او د درېيو کلونو په موده کې به يې د بیارغېدو چارې بشپړې کړي.

د هغه په وینا، دغه پارک ۹۳ زره متر مربع مساحت لري چې پر ۶۰۰ متره مربع ځمکه یو جومات، پر ۳۴۵۰ مترمربع ځمکه سپورتي کمپلېکس، پر ۳۹۵ مترمربع ځمکه درې هوټلونه او د ۳۰۰ موټرو لپاره تم‌ځای جوړيږي.

هغه زياته کړه، د پارک ۶۵ سلنه ځمکه د زرغونتیا لپاره په پام کې نیول شوې ده.

جمال وايي، دغه پارک د ۳۰ کلونو لپاره ياد شرکت ته ورکړل شوی چې هر کال به حکومت ته ۲۸ میلیون امریکایي ډالر عواید راځي.

د شهرنو پارک د بیارغونې په پلان کې تر ځمکه لاندې سوداګریز مرکز، د پارک په څنډه کې سوداګریز کمپلکس، د ښځینه‌ وو لپاره ځانګړی سوداګریز مرکز، د لامبو حوض په پام کې نیول شوي دي.

شهرنو پارک په کابل کې یو له مشهورو پارکونو دی چې هره ورځ ورته ګڼ شمېر کسان د تفریح لپاره ورځي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.