کابل (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۲): په کراچۍ کې د افغانستان قونسلګري وايي، د سند ایالت له زندانونو ۴۴ نور افغان بنديان خوشي او هېواد ته ستانه کړای شول.
د يادې قونسلګري پر ټويټرپاڼه راغلي چې نن (دوشنبه) په کراچۍ کې د افغانستان جنرال قونسلګرۍ د هلو ځلو په ترڅ کې د اتو ماشومانو په ګډون ۴۴ افغان بندیان د سند ایالت له زندانونو ازاد او په دولتي لګښت هېواد ته ستانه کړای شول.
سرچينه زياتوي، مولوي سید عبدالجبار تخاري په کراچۍ کې د افغاستان قونسلګرۍ سرپرست له یادو بندیانو سره ولیدل او د هغوی ستونزې یې واورېدې.
هغه ويلي، د پاتې افغانانو د خلاصون لپاره د افغانستان جنرال قونسلګرۍ هڅې په جدي توګه روانې دي.
له دې مخکې هم په سلګونو افغان بنديان د سیند ایالت له زندانونو خوشي شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.
Views: 42
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن