غزنيښار (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۲): غزني ولایت د مرکز اړوند ازادخان کلا سیمه کې د خلکو په شخصي لګښت د یوه ښوونځي ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د سیمې یوه اوسېدونکي جبرائیل ازادزوی پژواک خبري اژانس ته وویل چې له اوسنیو ستونزو د خلاصون یوازېنۍ لاره د زدهکړو ترسره کول دي، همدې ته په کتو په یاده سیمه کې د ښوونځي ودانۍ ته جدي اړتیا وه چې د سیمې خلکو په مالي ملاتړ یې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
هغه زیاته کړه چې پر یاد ښوونځي شاوخوا ۱۵ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او چارې به یې د راتلونکو شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
د نوموړي په خبره، قوي هوډ یې کړی چې په سیمه کې به له دولت سره په همکارۍ د پوهنې بهیر ته وده ورکوي او د سیمي ښوونځي ودانۍ یې سره له ټولو اړینو اسانتیاوو جوړېږي.
هغه زیاته کړه: «موږ د خپلو نارینه وو اولادونو ترڅنګ غواړو چې ټولې نجونې موهم زدهکړې ترسره کړي، له دولته د دغه منځني ښوونځي لېسې ته د ارتقا غوښتنه کوو.»
ورته مهال، د دې سیمې یوه زدهکوونکي حمید پژواک ته وویل، زدهکړنیز چاپېریال خوندي نه و خو اوس به د ودانۍ په جوړېدو تر ډېره ستونزې هوارې شي.
دغه راز د غزني پوهنې ریاست مسوولین بیا د یادې سیمې له خلکو مننه کوي چې د پوهنې په برخه کې یې یاد ګام پورته کړی دی.
د غزني پوهنې ریاست تدریسي مرستیال مولوي زینالدین ناصر وویل چې یاد منځني ښوونځي ودانۍ نه درلوده چې د سیمې د خلکو له خوا یې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
هغه د غزني د نورو سیمو له خلکو هم غوښتنه وکړه چې د ازادخان کلا سیمې د خلکو په څېر دې دوی هم خپلو اولادونو ته د زدهکړو زمینې برابرې کړي.
د مسوولینو معلوماتو له مخې، دغه منځنی ښوونځی په ۱۳۹۴ کال کې کې تاسیس شوی، د نجونو او هلکانو په ګډون شاوخوا ۴۰۰ زدهکوونکي لري چې د ۱۱ استادانو له خوا درس ورکول کېږي.
هغوی زیاتوي چې یاد ښوونځی پر پنځه جریب دولتي ځمکه په پاخه او اساسي ډول په دوو پوړونو کې جوړېږي؛ ۱۶ درسي او اداري خونې به ور لري، ۵۰۰ ماشومان به زدهکړې پکې کوي او پر جوړېدو به یې شاوخوا ۱۵میلیونه افغانۍ لګښت راشي چې د عامو خلکو له لوري ورکول کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP