بامیان (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۲): بامیان کې امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې د غلو یوه پنځه کسیزه ډله نیول شوې ده.
د بامیان امنیې قوماندانۍ ویاند محمدخواني رسا پژواک خبري اژانس ته وویل چې د غلو دغه پنځه کسیزه ډله تېره ورځ ماښام د یاد ولایت د مرکز اړوند په «سرخدر» سیمه کې ونیول شوه.
نوموړي زیاته کړه، دا کسان د بامیان امنیې قوماندانۍ د څلورمې امنیتي حوزې د امریت پرسونل له لوري په داسې حال کې چې په یاده سیمه کې د یوه کوره د مالونو پر غلا بوخت وو، ونیول شول.
نوموړي زیاته کړه چې له نیول شوو کسانو یو فورنر موټر، یو موټرسایکل، څو چاقوګان، برچې، چکش او نور توکي هم ترلاسه شوي او اوس تر نظارت او څېړنو لاندې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP