Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هېواد شپږو ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی

کابل (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۲): د هوا پېژندنې اداره د هېواد په شپږو ولایتونو کې د چټک بادونو، تالندې او تندر سره د سختو اورښتونو او ناڅاپي سېلابونو راوتلو خبر ورکوي.

د یادې ادارې په اعلامیه کې چې نن (د زمري ۱۶مه) خپره شوې راغلي، په بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، پنجشېر او بغلان ولایتونو کې د تالندې، چټک بادونو، ناڅاپي سېلابونو او د سختو اورښتونو احتمال شتون لري.

د هوا پېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې، په بېلابېلو سیمو کې د اورښت اندازه له ۱۰ تر ۳۰ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.