نیلي (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۲): د دایکنډي په سنګتختوبندر او کیتي ولسوالیو کې د څه باندې ۳۴ میلیونو افغانیو په لګښت د اوبورسونې او د چینو تحکیماتو د څو پروژو کارونه پیل شول.
د هوساینې موسسې مسوول انجنیر خداداد ذکي پژواک خبري اژانس ته وویل، دوی په سنګتختوبندر ولسوالۍ کې د اوبو رسونې درې پروژې او د ۱۰ چینو تحکیمات او په همدې شمېر پروژې په کیټي ولسوالۍ کې تطبیقوي.
هغه زیاته کړه چې په دغو دوو ولسوالیو کې د یادو پروژو ټول لګښت څه د پاسه ۳۴ میلیونه افغانۍ دی.
هغه وویل چې په دغو پروژو کې به ۵ زره کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
دوه ورځې مخکې سنګتختوبندر ولسوالۍ کې د یادو پروژو کارونه د ځایي چارواکو او خلکو په حضور کې پیل شول.
په ورته وخت کې د دایکنډي د سنګتختوبندر ولسوال ولي محمدصادق وویل چې دې ولسوالۍ کې امنیت تامین دی او د پروژو د تطبیق ښه زمینه برابره ده.
هغه وویل، اسلامي امارت ژمن دی چې پرمختایي برخې ته پاملرنه او د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
هغه زیاته کړه، سنګتختوبندر یوه لرې ولسوالۍ ده چې تر اوسه په کې د بیارغونې ډېرې پروژې نه دي پلې شوي، نو له دې کبله دوی هڅه کوي چې د مرکزي حکومت او موسساتو توجه دې ولسوالۍ ته راوړوي.
په ورته وخت کې د یادو ولسوالیو یو شمېر خلک وایي، دوی د اوبو کمښت له ډېرو ستونزو سره مخ دي او هیله ده چې د دغو پروژو په تطبیق سره دا ستونزې حل شي.
د سیمې یوه اوسېدونکي عبدالله وویل: «ډېره یوه ښه پروژه ده، ځکه چې زموږ ډېر لوی کلی دی د څښاک پاکو اوبو ستونزې مو لرلې، په ژمي کې به مو اوبه په مرکب راوړلې.»
هغه زیاته کړه چې د یادې پروژې په تطبیق سره به د دوی لپاره ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP