ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نیمروز ځیني اوسېدونکي د ایران د ویزو له لوړو بيو شکایت کوي

د نیمروز ځیني اوسېدونکي د ایران د ویزو له لوړو بيو شکایت کوي

author avatar
7 Aug 2023 - 17:23
د نیمروز ځیني اوسېدونکي د ایران د ویزو له لوړو بيو شکایت کوي
author avatar
7 Aug 2023 - 17:23

زرنج (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۲): د نیمروز یو شمېر اوسېدونکي شکایت لري چې په دغه ولایت کې د ایران د ویزې بیه د نورو ګاونډیو ولایتونو په نسبت لوړه ده او د دې ستونزې د حل غوښتنه کوي.

یادو اوسېدونکو ویلي دي، سره له دې چې نیمروز ولایت له ایران سره لنډه پوله لري او خلک یې ډېر دغه هېواد ته تګ راتګ کوي، خو دغه ولایت کې یې د ویزې بیه د هرات او فراه ولایتونو په پرتله دوه برابره لوړه ده.

د زرنج ښار یو اوسېدونکی نورالله احمدي چې تېره اونۍ له ایرانه راستون شوی پژواک خبري اژانس ته وویل: «کندهار کې د ایران کنسولګري د نورو ولایتونو په پرتله د نیمروز لپاره ویزه پر دوه برابره لوړه بیه ورکوي او لامل یې هم نه دی روښانه چې ولې؟»

د هغه په وینا، د نیمروز ولایت لپاره د ایران د دوه میاشتنۍ سیاحتي ویزې بیه ۱۵۵۰۰ افغانۍ، خو هرات ولایت کې ۷۰۰۰ افغانۍ او فراه ولایت کې ۷۵۰۰ افغانۍ ده.

هغه داسې مهال چې د دې ستونزې د مخنیوي غوښتنه یې وکړه زیاته یې کړه: «د ایران کونسلګري د هر ولایت له اوسېدونکو د خپلې خوښې بیه اخلي.»

ورته مهال، د نیمروز بله اوسېدونکې رحیمه سعیدي هم ورته شکایت لري او وایي: «د ایران ویزه د نیمروزیانو لپاره تر ټولو لوړ قیمت لري په داسې حال کې چې د هېواد له ټولو ولایتونو د خلکو ډیری تګ راتګ پل ابریشم له لارې کېږي او خلک د ویزې لپاره ډیرې پیسې ورکوي چې د ایران حکومت له دې لارې تر ټولو ډېره مالي ګټه ترلاسه کوي.»

هغه زیاته کړه: «جالبه ده چې د ایران د ویزې بیه په دریو ولایتونو کې دری ډوله وي، یو بام او څو هواګانې.»

هغه زیاتوي، سره له دې چې د ایران کنسولګري د نیمروز له اوسېدونکو څخه د ځمکنۍ ویزې لپاره ۱۶۰۰۰ افغانۍ اخلي، خو د هرات له اوسېدونکو د ځمکنۍ ویزې ۷۵۰۰ افغانۍ او له هوایي ویزې یې ۸۵۰۰ افغانۍ اخلي.

یادې سرچینې د دې ستونزې د حل غوښتنه کوي.

 د نیمروز د بهرنیو اړیکې رییس مولوي یارمحمد حقیار د یادې ستونزې د تایید سربېره د دغو اوسېدونکو شکایت د توجیې وړ ګڼي خو وايي چې د دغې ستونزې د حل لپاره یې ځیني اقدامات کړي، خو تراوسه یې کومه پایله نه ده ورکړې.

هغه زیاته کړه چې د نیمروز خلکو اندېښنه پر ځای ده؛ ځکه د ایران کنسولګري د ۷ تر ۸ زرو افغانیو په بدل کې ویزه ورکوي خو د نیمروز اوسېدونکو لپاره د ۱۶ زره افغانیو په بدل کې ویزه ورکوي.

حقیار د یادې ستونزې د لامل په اړه وایي: «د ایران کنسولګري په کندهار او هرات کې ده او د نیمروز د ویزې صادرول د کندهار مربوط کېږي، هغوی څلور ځله ځمکنۍ ویزه ورکوي، پنځم ځل هوایي ویزه وهي او د هوایي حمل او نقل ټول لګښتونه په ویزه حسابوي له همدې امله ډیره لوړه بیه ده.»

نوموړي وویل چې د دغې ستونزې د حل په موخه یې کندهار کې د ایران له سرکنسول سره خبرې کړې خو ویې ویل چې هوایي شرکتونه اضافه پیسي اخلي.

هغه زیاته کړه: «سرکنسول راته وویل موږ چې یوه هوایي ویزه ورکوو په دغه مساله کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او د کندهار والي هم موافقه لري.»

حقیار زیاته کړه: «په حقیقت کې داسې نه ده سرکنسول ریښتیا نه وایي، کله چې موږ څېړنه وکړه، هوایي شرکتونو هم هیڅ ستونزه نه درلوده او بهرنیو چارو وزارت او د کندهار والي هم ورسره موافقه نه درلوده.»

نوموړي وویل چې اوس یې دغه ټول موضوعات له بهرنیو چارو وزارت سره شریک کړي او د دغې ستونزې د حل لپاره د بهرنیو چارو وزارت له لوري هڅه کوي.

Views: 116

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.