[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې، ترکیه کې ۶۴ افغان کډوال چې دغه هیواد ته په غیرقانوني ډول تللي وو، نیول شوي دي.
د ترکیې رسنیو خبر ورکړی چې یاد شمېر افغانان یې په یوه لارۍ کې له ایراني چلوونکي سره نیولي دي.
سرچینې زیاته کړې، د سږ میلادي کال په جون کې ترکیې له خپلې خاورې ۱۳۸ افغان کډوال افغانستان ته ولېږل.
د ترکیې حکومت په وروستیو کې د ټولو بهرنیو کډوالو په اړه چې په غیرقانوني ډول دغه هېواد ته تللي، قیودات زیات کړي دي.
څو ورځې مخکې هم ترکي رسنیو راپور ورکړی و چې د دغه هېواد پولیسو ۵۵ افغانان چې غوښتل یې له دغه هېواده نورو هېوادونو ته ولاړ شي، نیولي دي.
د یادونې ده، په دې وروستیو میاشتو کې د ترکیې دولت د غیرقانوني کډوالو په اړه سخت دریځ خپل کړی؛ امنیتي ځواکونه یې غیرقانوني کډوال نیسي او له قانوني پړاوونو تېرېدو وروسته يې خپلو هېوادونو ته استوي.
له دې مخکې د ترکیې کډوالو ادارې ویلي وو چې دغه هېواد په ۲۰۲۲ کال کې له ۶۸ زره ډېر افغان کډوال چې قانوني اسناد یې نه لرل، له دغه هېواده ایستلي دي.
[/restrict]
Views: 122
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن