ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې د شپږ میلیون افغانیو په لګښت ۱۲ سړې‌ خونې جوړې شوې

اروزګان کې د شپږ میلیون افغانیو په لګښت ۱۲ سړې‌ خونې جوړې شوې

author avatar
9 Aug 2023 - 12:12
اروزګان کې د شپږ میلیون افغانیو په لګښت ۱۲ سړې‌ خونې جوړې شوې
author avatar
9 Aug 2023 - 12:12

ترینکوټ (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۲): د اروزګان د کرنې ریاست له خوا د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې نن د شپږ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۲ سړو خونو جوړېدو چارې پای ته ورسېدې.

د اروزګان د کرنې ریاست ویاند مولوي عبدالمنان فاروقي د یادو سړو خونو پرانیست غونډه کې وویل، هره سړه‌ خونه اته متره اوږدوالی او څلور متره سور لري چې ټولې ۱۲خونې دي او د ترینکوټ په بېلابېلو سیمو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

هغه وايي، یادې سړې‌خونې د دې وړتیا لري چې د شپږو میاشتو لپاره لسګونه ټنه حاصلات وساتي.

فاروقي زیاته کړه، دا چي اروزګان کې پياز ډېر کرل کېږي نو کروندګر به خپل حاصلات همدې خونو کې ساتي او چې کله يې بازار ښه وي نو پلوري به يې.

د اروزګان یو شمېر کروندګر د کرنې ریاست د یاد اقدام هرکلی کوي او هیله څرګندوي چې په دې سره به د دوی د حاصلاتو ارزښت ډېر شي.

د ده‌یک سیمې یوه کروندګر عزیز‌الله وویل، له دې وروسته به د پیازو حاصلات همدلته ساتي او کله چې بازار کې بیې لوړې شوې، بیا به یې مارکېټ ته عرضه کوي.

نوموړي زیاته کړه، پخوا یې د پیازو د ساتنې لپاره ځای نه درلود او د حاصل ترلاسه کولو سملاسي وروسته به یې په کمه بیه پلورل.

د یادونې ده، افغانستان یو زراعتي هېواد دی او کارپوهان وايي که کرنې سکټور ته پاملرنه وشي نو د هېواد اقتصاد به ژر پر خپلو پښو ودرېږي.

Views: 25

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.