[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۲): د امریکا متحده ایالتونو په ورجینیا او ټیکساس ایالتونو کې په دوو جلا پېښو کې دوو افغان ځوانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په واشنګټن کې د افغانانو ټولنې په خپله فېسبوکپاڼه کې لیکلي چې د ساجد ابراهیمخېل په نوم یو افغان ځوان د زمري په ۱۷مه په یوه ترافیکي پېښه کې مړ شوی دی.
سرچینې زیاته کړې چې یاده ترافیکي پېښه د ورجینیا په ساټفورډ سیمه کې شوې وه او ټاکل شوې مړ شوی افغان سبا په همدغه ایالت کې خاورو ته وسپارل شي.
بلخوا په ټیکساس ایالت کې مېشت افغان محمد صافی وایي چې د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ اوسېدونکی محمدسلیم د ټیکساس ایالت په سن انټونیو ښار د یوه پارک په حوض کې د لامبلو پر مهال ډوب او مړ شوی او جسد یې دوه ورځې وروسته پیدا شو.
د صافي په وینا، ټاکل شوې ده چې د قانوني پروسي له بشپړېدو وروسته د سلیم جسد افغانستان ته انتقال شي.
هغه وویل چې دغه ځوان د جمهوریت له سقوط وروسته امریکا ته راغلی و.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP